اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) پاکستان په چېري ??وټ او نیزہ پیر سېکټرز كښې په اېل او سي د ډز بندۍ په خل??ف ورزۍ هند سره سخت احتجاج كولو سره د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته رابللې او د جنګ بندۍ د خل??ف ورزيو غندنه ئې كړې۔ تېره ورځ په چېري كوټ سېكټر كښې د هندي ډزو پ?? نتيجه كښې ټروتي كلي كښې يوه مېرمن او پ?? نېزه پير كښې دوه وګړي شهيدان او پ??ځه ژوبل شوې ؤ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډائرېكټر جنرل (سوئيلي آسياء او سارك) د جمعې په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه رابللو سره د هندي ځواك??نو لخوا په ډزو احتجاجي مراسله حواله كړې۔ خارجه وياند ووئيل چې د ضبط او زغم د غوښتنې باوجو?? د ??ند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خل??ف ورزي روانه ده۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل هند سږ كال په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري 1300 ځله د جنګ بندۍ خل??ف ورزي كړې او پ?? نتيجه كښې ئې 52 كسان شهيدان او 170 ژوبل شوي دي۔ وياند ووئيل بې ګناه وګړي قصداً په نښه كول يو ناوړه ٬ د انساني عزت او د بشري حق??نو د نړيوال قانون په ضد اقدام دې۔ وياند ووئيل چې په هند زور رواړلې شوې چې ھغوي د لوظنامې پالنه كولو سره خپل امنيتي ځواك??نو د ډز بندۍ د لوظنامې د پالنې كولو پابند كړي