اسلام آباد ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي قامي پرمختګ او د معيشت استحكام له دې د ټولنې هر وګړې د خپل صلاحيت ترمخه كار وكړي۔ وزیراعظم یوتھ ووکېشنل پروګر??م د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔ د پروګرام كاميابۍ سره به زلمي د خپلو صلاحيتونو ترمخه قامي پرمختګ كښې شريك شي۔ ده دا خبره د نيوټېك انعامونو وېشلو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستورې ت?? د ??عليم او پېشه ورو چارو وزير انجنیئربلیغ الرحمن، د نيوټېك اېګزېکټو ډائرېکټر ذوالفقار احمد چیمه هم خطاب وكړو۔ اولس مشر د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ترمينځھ انعامونه ووېشل۔اولس مشر ووئيل د وزیراعظم یوتھ اسکل ډېوېلپمنټ پروګرام جوړولو مقصد پاكستانو ځوانانو ت?? د ??وئي د صلاحيتونو ترمخه تربيه وركولو او دوئي ت?? د ??وزګار پراخه موقعې وركول دي۔ ده ووئيل حكومت د پاكستانو ځوانانو صلاحيتونو رامخې ته كولو له يو غوره پروګرام جوړ كړې او اوس د دوئي ذمه واري ده چې د دې غوره موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي۔ اولس مشر ووئيل هنرمند ځوانان په قامي معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري كوم چې محنت كولو سره يواځې د خپلې كورنۍ نه بلكې د ق??م د سوكالۍ٬ پرمختګ او استحكام سوب ګرځي۔ ده ووئيل نیوټېك بايد خپل پام بلوچستان پلو هم وګرځوي دغسې چې د پاك چین اقتصادی راهدارۍ بېلو څانګو ذمه وارۍ سنبالولو ل?? د ??لوچستان زياتره ځوانانو ته موقعې ترلاسه شي۔ اولس مشر په دې خبره خوشحالي څرګنده كړه چې نيوټېك څخ?? د ??ربيه شوو ځوانانو لويه شمېره د هېواد دننه او بهر د باعزته روزګار ترلاسه كولو كښې كاميابه شوي دي۔