بنو 18 اکتوبر (اے پی پی) او??س مش?? ممنون حسېن بنو كښې د تعليم ودې او د تعليمي ادارو جوړولو په خدماتو وفاقي وزير اكرم خان دراني د ض??عې لپاره د سرسيد احمد خان په توګه ياد كړې۔ د بنو سائنس اېنډ ټېكنالوجي پوهنتون دوېم كانووكېشن په موقع خ??ل خطاب كښې او??س مشر د اكرم خان دراني د خدماتو ستائنه كولو سره ھغه ته بنو كښې د تعليم ودې په صله كښې د سرسيد احمد خان خطاب وركړے۔ اكرم خان دراني په بنو كښې د ميډيكل كالج او سائنس اېنډ ټېكنالوجي پوهنتون په جوړولو كښې مهم كردار لوبولې چې پكښې د تعليمي ادارو نه علاوه بنو كښې د انجينئرنګ پوهنتون كمېپس ٬ كامر?? كالجز٬ بوائز اېنډ ګرلز سكولز او كالجز شامل دي۔ په دې موقع اكرم خان دراني په ستائنه كولو د او??س مشر مننه وكړه او په بنو كښې ئې د نورو تعليمي ادارو جوړولو په اړه د خپلو هلو ځلو روانو ساتلو پخلې وكړو