اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښ?? د شريكې ګټې كونسل غونډې ته ووئيل شول د عبوري نتيجو له مخې د هېواد مجموعي آبادي 20 کروړه 77 لکھ 74 زره ده ٬ د 1998ء نه تر كال 2017 په مهال كلنه شرح نمو 2.4 فيصده وه۔ د جمعې په ورځ د شريكې ګټې كونسل غونډه په وزيراعظم آفس كښ?? وشوه۔ په غونډه كښ?? د پاكستان د شپږمې قامي خانه او سر شمېرې تفصيلات وړاندې كړې شول كومه چې ټول هېواد كښ?? د 15م مارچ ??ه تر 24 مئي شوې ده ۔ د عبوري نتيجو له مخې د هېواد مجموعي آبادي 20 کروړه 77 لکھ 74 زره ده ٬ د 1998ء نه تر كال 2017 په مهال كلنه شرح نمو 2.4 فيصده وه ٬ د صوبو د عبويي شمېرو له مخې د پنجاب آبادي 11 كروړه لس زره او شرح نمو ئې په كلنه توګه 2.13 فيصده ده٬ د سندھ آبادي 4 كروړه 78 لكه 90 زره او كلنه شرح نمو ئې 2.41 فيصده٬ د خېبر پښتونخوا آبادي درې كروړه 5 لكه شل زره او كلنه شرح نمو ئې 2.89 فيصده دغسې د بلوچستان آبادي يو كروړ 23 لكه 40 زره او كلنه شرح نمو ئې 3.37 فيصده ده٬ د كال 1998 نه تر 2017 په مهال په شهري آبادۍ كښ?? د اضافې رجحان كښ?? 32.5 فيصده نه تر 36.4 فيصده اضافه شوې ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د سر شمېرې كال 2017 په بشپړېدو پاك پوځ ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬ پوليس ٬ ضلعي انتظاميې د شماريات پاكستان ادارې د عملې ستائنه وكړه ۔ وزیراعظم د سړي سر شمېرې په مهال لاهور كښ?? د شهيدانو د قربانۍ ستائنه وكړه ۔ وزیراعظم د شماريات پاكستان ادارې په عمله او وزارت زور رواړو چې ھغوي حتمي شمېرې زر تر زره بشپړول باوري كړې دغسې چې د هېواد د معاشي او سماجي پرمختګ منصوبه بندي په سائنسي بنيادونو وكړې شي۔ په غونډه كښ?? د اتلسم بدلون په تناظر كښ?? د لوړو زده كمېسون او د داسې نورو ادارو په چارو هم خبرې اترې وشوې۔ وزیراعظم په ټولو صوبو زور رواړو چې ھغوي د تعليمي دارو معيار او بنيادي اډانې ??ه كولو لپاره بشپړه هڅې وكړې دغسې چې هېواد كښ?? د لوړو زده كړو معيار د نړيوال معيار له مخې ښه كړې شي۔ په غونډه كښ?? د كچهي كېنال منصوبه كښ?? د بدعنوانۍ پلټنو پحقله هم خبرې وشوې۔ وزیراعظم ووئيل ټولو سركاري منصوبو كښ?? دې سپېځلتيا او په احتساب په سختې سره عمل وكړې شي۔ ده امر وكړو چې د انكوائري په دې راپور دې تر 15م ستمبر عمل وكړې شي او د شريكې ګټې كونسل ته دې پېش كړې شي ۔ په غونډه كښ?? د برېښنا منافع٬ د نېشنل واټر پاليسۍ او د مائع قدرتي ګاز (اېل اېن جي) پشمول د صوبو ترمېنځه حل طلب په نورو چارو هم غور وكړې شو۔