اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د نوموړي خبريال ع??رف نظامي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه وئيلي ع??رف نظامي د خپل پلار حميد نظامي په حق رسېدو نه وروسته د قدر وړ صحافتي خذمات ترسره كړي۔ هغه هېواد سره ريښتنې مينه لرونكے ??۔ د ع??رف نظامي والد صاحب او زما والد صاحب د پاكستان د آزادۍ تحريك كښې يو ځائې كار كړے ؤ۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ ل?? د زغم توفيق وركړي۔