اسلام آباد 01جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارووزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د امريكې او پاكستان مقصد يو دے٬ هند سره امن غواړو خو په كشمير سترګې نشو پټولې٬ د ترسيلات زر شرح د برآمدات د شرح نه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د و??ير??عظم عمران خان په پارلمانكښې د وېنا او د مجموعي سياسي صورتحال پحقله يو بيان كښې ده ووئيل و??ير??عظم پرون حكومتي پاليسي واضح كړې ٬ مونږ هند سره امن غواړو خو په كشمير سترګې نشو پټولې۔ و??ير??عظم ووئيل كه هند پخپل غېر قانوني تسلط لرونكې جمو و كشمير كښې حالات معمول ته راولي ن?? مونږ دوي سره خبرو اترو له چمتو يو۔ ده ووئيل نن په افغ??نس??ان كښې د امن په اړه د امريكې او پاكستان مقصد يو دے٬ نن امريكا هم په دې خبره قائل شوې چې د افغ??نس??ان مسئله پوځي حل نه لري٬ ??ونږ چې څه وئيل نن نړۍ زمونږ موقف تسليموي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول غواړو ٬ خو چې اپوزيشن په دې لار كښې خنډان نشي۔شاه محمود قرېشي ووئيل شهباز شريف چې كوم وړاندېز وركړے ھغه د عمل وړ نه دے٬ نن داسې ټېكنالوي موجود ده د كومې په كارولو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان٬ د هېواد مرسته هم كولې شي او شراكتدار هم جوړېدے شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل و??ير??عظم وئيلي دي د پاکستان د قربانيو اعتراف نه دے شوے٬ د پاکستاني قام د ستائنې كولو په ځاے په دوي تهمتونه لګولې شوي٬ ??ه ماضي كښې يو څو كسانو خپل اقتدار ته دوام وركولو لپاره وئيلي وو چې تاسو بريدونه كوۍ مونږ به ئې غندنه كوٶ۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ امريكې سره اړيكې ډېر سمې دي٬ خو د دې دا مطلب نه دے چې زمونږ هډو عزت نفس نشته٬ د افغ??نس??ان پحقله ده ووئيل مونږ نه غواړو چې په افغ??نس??ان كښ?? نوے جنګ وي٬ ??ونږ هلته امن غواړو٬ په افغ??نس??ان كښې د امن ذمه واري د افغان قيادت جوړېږي، مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل الله دې نه كړي كه په افغ??نس??ان كښې حالات خراب شي ن?? د افغ??نس??ان نه پس به پاكستان د ټولو نه زيات ځپلے كېږي۔ د هېواد صورتحال پحقله خارجه وزير ووئيل پرون بلاول بهټو په ناپوهې كښې خبرې كولې٬ د كومو رواياتو چې بلاول خبره كوله ھغه ئې په سندھ كښې ولې نه دي خپل كړي٬ ??ا چې كله بلاول ته آئينه وښودله نو ذاتي حملې ئې وكړې۔ ده ووئيل دا پيپلز پارټي د ذوالفقار علي بھټو نه د زرداري پارټي ده،بلاول، بھټو نه دے، بلاول زرداري دے۔ خارجه وزير ووئيل سندھ كښې كرپشن اسمان ته رسېدلے٬ مونږ د پېل څَخه هم دا وئيل چې اپوزيشن دې زمونږ خبره واوري او مونږ به د اپوزيشن٬ او پرېكړه دې په اولس پرېښودلې شي۔