اسلام آباد 21جون (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ښارونو خپرېدو مخې نيوے ضرورې دے٬دې لپاره دې ل??ړې دنګې ودانۍ ج??ړې كړې شي٬دا عمل دې آسان كړے شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د نيو بليو ايريا دورې او د روانو تعميراتي پروژو جاج اخستو په مهال د بلډرز سره ملاقات كښې وكړه۔وزيراعظم عمران خان ووئيل اسلام آباد خپرېږي٬ښار چې څومره خپرېږي ورسره د سيورېج سسټم٬صحت او صفائۍ پشمول شهري آسانۍ وركول ګرانېږي او د آلودګي مسئلې هم راپېدا كېږي۔ده ووئېل مونږ هڅه كوو چې د اسلام آباد خپرېدو مخ ن??وے وكړے شي او دنګې ل??ړې ودانۍ ج??ړې كړې شي او د ښارونو خپرېدو مخ ن??وے وكړے شي۔ده ووئيل زه غواړم چې ستاسو مسئلې په باقاعدګۍ سره حل شي او د ودانو لوړېدو لپاره طريقه كار وضع كړے شي٬دې لپاره دې فيس مقرر كړے شي او دا عمل دې آسان كړے شي۔وزيراعظم د بلډرز څخه استفاده وكړه چې د حكومتي اقداماتو څخه د دو?? لپاره څه آسانۍ پېدا كېدې شي چې پكښې يو بلډر وزيراعظم ته ووئيل د حكومت تعميراتي دوست پالېسۍ څخه ډېره ګټه رارسېدلې ٬حكومت ټېكس د 10 نه 5 فيصد كړے دا ښه شروعات دي په كوم چې مونږ د حكومت مننه كوو۔ده ووئيل سي ډي اے په دې اړه د اعتماد سازۍ اقدامات كړي٬اوس پري بډيا پري آكشن غونډه رابللې شي وړومبے داسې نه وو٬في مربع فټ فكس ټېكس هم يو ښه اقدام دے۔