اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وفاقي محتسب ته سپارښتنه ك??ی چې وفاقي محتسب دې د سمندر پورې پاكستانيانو آسانيو لپاره بهرني ??ېو??دونو كښې د نوټري پبلك نامزد كولو حوالې سره په خپله پرېكړه عمل درآمد باوري كړي۔ دې قدم پورته كولو سره به د بهرني ??ېو??دونو دستاويزات تصديق او مخ??ار نامه جاري كولو طريقه كار آسانولو كښی مرسته ترلاسه شي۔ صدر مملكت په دې اړه د پنځو كلونو نه د زياتې مودې يوې معاملې په نه حل كېدو د حفګان څرګندونه وكړه۔ امريكا كښې د يو مېشته پاكستاني وګړي د ګيلې نوټس اخستلو سره صدر مملكت وفاقي محتسب ته سپارښتنه وكړه چې د 15 اپرېل كال 2015 په مهال په شوې خپله پرېكړه دې د قانون لمخې عملدرآمد باوري كړی شي۔ محمد نصر الله خان نومې وګړي د وفاقي محتسب په پريكړه د عملدرآمد نه كولو په ضد اولس مشر ته د نوټس اخستلو خواست كړی و۔وفاقي محتسب د اپرېل په 15مه نېټه كال 2015 خپله پريكړه كښې د خارجه چارو وزارت ته د امريكې په لويې ښارونو كښې د نوټري پبلك تعينات كولو وړاندېز وركړے وو ٬ كوم به چې د سمندر پورې پاكستانيانو د دستاويزاتو تصديق كوي۔د خارجه چارو وزارت وفاقي مخ??سب ته په خپل تحريري ځواب كښې وئېلي چې د امريكې٬برتانيې او كاناډا پشان خاص ??ېو??دونو كښې به د مخ??ارنامو تصديق كولو لپاره نومولې نوټري پبلك ته اختيارات وركولې شي۔ د خارجه چارو وزارت د سمندر پورې پاكستانيانو آسانيو لپاره د مخ??ار نامو تصديق په اړه د نورو طريقو هم حواله وركړه چې پكښې د قونصل خانو دورې او اړوند معلومات په وېب پاڼه څرګندول هم شامل دي۔