اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي سي پېك د پاك چين شريكه ا??تص??دي مرسته زياتولو لپاره يوه ترجيحي منصوبه ده٬ د منصوبې له مخې د پاكستان او چين ترمېنځه تجارتي٬ صنعتي٬ زرعي او ا??تص??دي اړيكو ته وده وركړے كېږي٬ پاك چين قيادت د دواړو هېوادونو او د اولس ګټې لپاره د شريكو اړيكو ودې له عزم لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه ا??تص??دي مرسته به د سيمه ايز او نړيوال تجارتي انضمام ودې له مهم كردار ولوبوي۔ د نهې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې عبدالرزاق دادٶ ووئيل دواړه هېوادونه د وړاندې نه د معيشت په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه تجارت او د سرمايه كارۍ شريكې ګټې او د منطقې ګټې لپاره مرسته لا قوي كوي۔ ده ووئيل سي پيك د پاك چين خپلواكه تجارتي ل??ظن??مې فيز ټو(سي پي اېف ټي ټي اے- II) په دې سمت كښې يو مهم سنګ ميل دے چې ورسره د دواړو هېوادونو شريك تجارت او سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شوې۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې دواړٶ هېوادونو اپرېل كال 2019 كښې د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په موقع د پاك چين فري ټرېډ اېګريمنټ (سي پي اېف ټي ټي اے) په دوېم فېر لاس ليك كړے ٶ كوم چې د جنورۍ په وړومبۍ نيټه كال 2020 څخه نافذ العمل دے۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل په تېرو لسو مياشتو كښې د پاكستان چين ته برآمدات د تېر كال په دومره موده كښې 31 فيصده زياتوالي سره 1.951 اربه ډ??لرو ته رسېدلي۔ ده ووئيل دې ل??ظن??مې سره په ټولو ممكنه څانګو كښې د پاكستان په برآمدات ښه اغيز شوے كومه چې دا خبره په ګوته كوي چې پاكستان په سم لور مخ په وړاندې روان دے ۔ ده ووئيل د دې ل??ظن??مې له مخې 313 اعلٰې ترجيحي ټېرف لائنونو كښې پاكستان لپاره بيعه تر صفر كمه كړې شوې او دې سره هېواد ته ګټه رسېدلې۔ ده ووئيل په دې وروستيو كلونو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارتي حجم په مستحكم ډول مخ په وړاندې په تندۍ سره زياتېږي حالانكه د دې نه وړاندې دا توازن تر ډېره حده د چين په حق كښې ٶ۔ ده ووئيل دا مهال چين د پاكستان يوازنے لوي تجارتي پارټنر دے او پاكستان په سوئيلي آسياء كښې د چين دوېم لوي تجارتي شراكتدار دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د چين سرمايه كاري زياته شوې ځكه چې لوي لوي سركاري كمپنو او د نجي څانګې كاروباري ادارو په پاكستان كښې سرمايه كاري كړې۔ په دې موقع د پاكستان چائنا جوائنټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (پي سي جے سي سي آئي) صدر اېس اېم نويد اے پي پي سره خبرې وكړې او د چين پاكستان په ا??تص??دي او تجارتي اړيكو ئې رڼا واچوله۔