ملتان 13 مئي (اے پي پي) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ټول پاكستانې قوم د كشمير او فلسطين په مسئله يو موټې دے، د فلسطين په معامله په اسلامي امت كښې د اتفاق نه پس به پاكستان او تركيه د كشمير او فلسطين په مسئلو د عمومي اسمبلۍ غونډه رابللو لپاره تحريك وړاندے كوي. ده دا خبرې د زيارت په و??ځ په ملتان كښې د حضرت بهاٶالدين زكريا ملتاني په دربار د اختر لمونځ ادا كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. خارجه و??ير شاه محمود قريشي ووئيل چې په قبله اول د اسرائيل لخوا په بې دردې سره بريد شوے، معصوم لمونځ كوونكي شهيدان شوي دي. په دې حساس معامله و??يراعظم عمران خان د سعودي باچا سلمان او د تركيې صدر طيب اروان سره خبرې كړې دي. زمونږ شريكه حكمت عملي ده چې د او آئي سي وزارتي غونډه دې راوبلل شي او 57 هېوادونو دې يو ځائ كړے شي او د فلسطين مسئله د د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته يوړل شي. ده ووئيل چې پاكستان او تركيې په ګډه د عمومي اسمبلې غونډه رابللو لپاره د تحريك وړاندے كولو پرېكړه كړې. ده ووئيل چې د اسلامي امت د اتحاد ضرورت دے. ده ووئيل چې اېران سره ښې اړيكې لرو، د پاكستان او اېران پوله محفوظ كولو لپاره دواړو هېوادونو اتفاق كړے. ده قوم ته د اختر مباركي وركړه او خواست ئې وكړو چې راتلونكې دوه اونې مهمې دي، كورونا و??ئرس په زور كښې دے، چې قوم احتياط وكړي نو مونږ د كورونا و??ئرس ته ماتې وركولې شو.