اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښئ د پاك افغان پارلماني دوستۍ ډلې د اېګرېكټو كمېټۍ د ټاسك فورسز غونډه (نن) د زيارت په ورځ كېږي۔ وړمبنے ټاسك فورس افغانستان ته د تلونكو كن??نر?? ټرافيك كليئرنس كولو لپاره جوړ كړے شوے ٬ د??ېم ټاسك فورس افغانستان سره پوله ايز تجارت او د ويزا زر تر زره اجرا كښې د رامخې ته شوو خنډانو او ستونزو جاج اخستو لپاره او درېم ټاسك فورس افعانستان څخه د درآمد كړے شوي مال كسټم ډېموريچ په معاملو خبرې اترو لپاره جوړ كړے شوے٬ څلورم ټاسك فورس پاكستان ته راتګ او د روانېدو په وخت د كنټېنرز ټرېكنګ او سكېننګ پحقله د معاملو جاج اخلي۔ دا غونډه د سپيكر اسد قيصر په خاص بلنه رابللې شوې چې پكښې به د دفاع وزير پروېز خټك، د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰې محمود خان ٬ اسټبلشمنټ لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال، پارلماني غړي ، افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازے او نور اړوند وفاقي سېكرټريز٬ چيف سېكرټريز ٬ د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو نه علاوه نور شتراكت دار به هم په غونډه كښې ګډون كوي۔ ټاسك فور??ز به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معاملو په حل كولو غور كوي او سپيكر ته به حتمي رپورټ وړاندې كولو لپاره خپل سفارشات وړاندې كوي