اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او د خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي وفاقي حكومت د كے فور پروژې لپاره مناسب كردار ترسره كولو لپاره عزم لري، ??ه دې پروژه عملدرآ??د صوبائي ډومېن دے چې پكښې د تندې راوستلو ضرورت دے چې دغسې د ك??اچې وګړي د دې جوګه شي چې اوبو ترلاسه كړي. د ګل په ورځ د پلاننګ په كميسون كښې د كے فور په اړه غونډې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د ګرېټر كراچي واټر سپلائي ﴿كے فور﴾ پروژې په اړه په خپلو لوظونو و??اړ دے. د دې پروژې په اړه د سندھ وزيراعلٰي د بيان په اړه وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د دې پروژې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د سندھ حكومت پېروي كوي خو لا تراوسه ??ه دې صوبائي چارواكو عملدرآمد ونه كړے شو. ده ووئيل د پروژې د ډيزائن په اړه چارو له امله دا پروژه د ډېر وخت نه تاخير سره مخ ده. نېسپاك د پروژې د ډيزائن جاج اخستې او خپل راپور ئې د ك??اچې واټر اېنډ سېني ټېشن بورډ ته وړاندے كړے. ده ووئيل ??ه دې معامله د ك??ل 2020م د جون په 10مه نېټه د قومي معاشي كونسل په غونډه كښې هم خبرې شوي. په غونډه كښې وئيلي شوي پلاننګ كميسون د ك??ل 21-2020م په پي اې?? ډي پي كښې پروژې لپاره فنډ بېل كړے. ده ووئيل يو ځل چې د پروژې نظرثاني شده پي سي ون راشي نو بيا په نورو وسيلو غور كېدے شي.