اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) پخوانې وزير??عظ?? راجه پروېز اشرف وئيلي دي د ??رو??ا وباء په اتحاد او يوالي مقابله كېدې شي٬ د نړۍ د لويو هېوادونو غوندې زمونږ حكومت دې هم د خپل اولس ژوند بچ كولو لپاره د جي ??ي پي يوه لويه برخه مختص كړي٬ مونږ وفاق سره مينه لرونكي خلق يو ٬ قحطې ملخان د سندھ پشمول د هېواد نورو برخو ته هم ځي ٬ كه اقدامات پورته نه كړے شول نو د ??رو??ا سره سره به مونږ لوږه هم اووژني۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښئ د ??رو??ا وائرس په صورتحال بحث كښې پخواني وزير??عظ?? راجه پروېز اشرف ووئيل د ګردې نړۍ انسانيت د دې وباء د لاسه پرېشانه دے۔ ده ووئيل سپيکر د كمېټي جوړولو په وخت پرېكړه كړې ٬ ھغوي او د ھغه ماشومان هم دې رنځ ځپلي دي ٬ د الله شکر دے چې اوس ښه ۔ده ووئېل سياسي پوائنټ سکورنګ يا مشت او ګريوان كېدل به د دې وباء نه د پام اخوا كولو مترادف وي۔ ده ووئيل د پيپلز پارټۍ قيادت د ټولو نه وړاندې وزير??عظ?? ته وړاندېز كړے چې تاسو د صورتحال ??شر?? وكړې او راوړاندې شئ مونږ درسره ولاړ يو۔ ده ووئيل تېره ورځ په مونږ د صوبائيت تور ولګولې شو ٬ پيپلز پارټي د وفاق علامت دے لكه چې څنګه وړاندې ٶ نن هم بلاول بھټو په ھغه لاره روان دے۔ ده ووئيل د وفاقي حکومت لخوا په سندھ حكومت تورونه لګولې كېږي ٬ داسې د دې وباء مقابله نشي كېدې٬ آيا د هېواد د 22 کروړه اولس ژوند به داسې بچ كېږي۔ده غوښتنه وكړه د نړۍ د لويو هېوادونو په ډول زمونږ حكومت دې د خپل اولس ژوند بچ كولو لپاره د جي ??ي پي يوه لويه برخه مختص كړي