اسلام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر ف??دوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د سعودي دوره د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا دوه اړخيزه اړيكې نوې لوړې كچې ته د رسولو د عزم څرګندونه ده، د?? سره به د دواړو هېوادونو د ستراتېژيكي شركت او د پخوانو اړيكو په قوي كولو كښې مرسته وشي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر ف??دوس عاشق اعوان ووئيل چې سعودي د ازمېښت په هر وخت كښې د پاكست??ن ملګرتيا كړې. وزيراغظم عمران خان د سعودي ولي عهد شاهزاده محمد بن سلمان د مقبوضه جمو او كشمير ?? تازه صورتحال نه هم خبر كړے دے. هغې ووئيل چې د دواړو مشرانو لخوا كشمير كاز د او آئي سي په پلېټ فارم او په نورو ذريعو د قوي كولو خبرې خوشبينه دي. د كشمير په مسئله د سعودي عرب د ملاتړ مننه كولو سره ډاكټر ف??دوس عاشق اعوان ووئيل چې پاكستان پھ ټوله نړۍ كښې س??لګرې لپاره يو حسين او پركشش منزل جوړېږي. د سېلګرې په څانګه كښې د سعودي د مرستې د وړاندېر هركلې كوو.