اسلام آباد 20 ستمبر (اے پی پی) د منصو??ه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي چې په درآمدي ايندهن انحصار كمولو له به په سباؤن كښې كورني وسائلو ته پام لرنه كولې شي۔ ده دا خبره د پائيدار پرمختګ لپاره د كوټلې انرجي پلا??نګ درېم اسټيئرنګ كمېټۍ غونډې ته د وېنا په مهال وكړه۔مخدوم خسرو بختيار ووئيل چې په سباؤن كښې د توان موثر منصو??ه بندۍ لپاره برېښنا او پېټروليم٬قدرتي ګاز او درنګ څانګو كوټلې پرمختګ ته اړټيا ده۔ده ووئيل چې د قامي توان منصو??ه بندۍ لپاره د آئي اي پي په عمل صوبو ته آن بورډ اخستل او اسټيئرنګ كمېټۍ كښې دې ته استازي وركولو ته حاجت دې۔ده ووئيل چې د كوټلې انرجي پلا??نګ لپاره يو اېس اېډ پاكستان او يو اېس ډيپارټمنټ آف انرجي مننه كوو۔په غونډه كښې د پلا??نګ كمېشن دوهم چيئرمېن ډاكټر محمد جهانزېب خان٬د توان سېكتر٬د پیټروليم سېكتر او يو اېس ډيپارټمنټ آف انرجي استازو ګډون كولو