اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئ??لي دي د سندھ اولس د تيارو او د كرپشن چوپټ راج په ضد راپاسېدلې دے٬ په ګھوټکي كښې په ضمني ټاكنو كښې د ښكاره ماتي خوړولو په ليدلو د شپې په دولس بجې د بلاول بهټو زرداري په انګرېزۍ كښې چغې سورې اورېدلې شوي ٬ بلاول د خپل ډوبېدونكي سياست تور په ادارو نه پخپل اباجي او د ترور په كرپشن اولګوه۔ د خالي په ورځ په ټوئټ خپل پېغام كښې دې ?? پيپلز ګوند چيېرمن مخاطب كولو سره ووئيل بلاول صاحب! تاسو په ګھوټکي كښې په ضمني ټاكنو كښې ښكار ماتې تر نظره شوې نو فاٶل پلے دې پېل كړې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل سندھ كښې حكومت ستا او انتظاميه هم ستا د واك اختيار لاندې ده او ستاسو كانديد د پوليس په پر??ټوكول كښې انتخابي كمپائن چلوي بيا هم د ټګۍ په چغو وهلو څوك بې وقوفه جوړول غواړې؟۔ خاص مرستيالې ووئيل كومو ټاكنو كښې چې تاسو بريالي شوې ھغه آزادې او سپېځلې ٬ كومو كښې چې پاتې راشۍ ھغه د ټګۍ او درغلې وي؟ دا سياسي منافقت نه دے نو نور څه دي؟ دې ووئېل د شپې په تياره كښې خبري كنفرنس نه چور مچائے شور ٶ٬ بلاول صاحب سياسي ډرامه بازي بند كړې او خپله صوبه كښېد ساه وركوٶنكو ماشومانو حساب راكړې۔(ګ ل/ض