ګلګت 01 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي ګلګت بلتستان كښ?? د سېلګرۍ ودې او د ماحول تحفظ لپاره د معرفي كړو اقداماتو ستائن?? كولو سره زور رواړې چې سېلګري دې د شمالي سيمو قدرتي ښكلا په ځائ ساتلو لپاره مرسته وكړي٬ وفاقي حكومت هېواد كښ?? د سېلګرۍ ودې ته پام ګرځولې٬ د امنيتي وضعې بهترۍ په سوب د سېلګرو تګ راتګ زيات شوې ۔ دا خبرې اولس مشر ډاکټر عارف علوي هنزه كښ?? د انټرنېشنل س??ئيکل رېس ټور ډي خنجراب كال 2019 دوېم اېډيشن د پائې دستورې ته خپلې وېنا كښ?? وكړې۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان ګورنر، چيف سېکتر٬ د ګلګت بلتستان سياسي مشران او سينئر چارواكي هم موجود وٶ۔ اولس مشر د سائيکلسټس د جذبې ستائنه وكړه څوك چې 18 زره فټه جګ خنجراب ټاپ ۔ پاک چين پولې ته رسېدلي۔ ده ووئيل دا يوه ځانګړې تجربه ده چې پكښې سائيکلسټس د څلور زره فټه لوړ ځائ څخه رېس پېل كړې او په 18 زره فټه هائټ زد بشپړ كړې۔ ده د ګلګت بلتستان حکومت لخوا هنزه پلاسټك فري جوړولو لپاره د كمپائن پېل كولو ستائنه وكړ?? كوم چې ګرد هېواد كښ?? د خپل نوعيت وړومبنې ??قدام دے۔ ده ووئيل دې سره به هېواد كښ?? ماحول دوسته اقداماتو ته وده وركولو له مرسته تر لاسه شي۔ اولس مشر په كے ټو بېس كېمپ كښ?? د خزلې په اوسنيو رامخې ته شوو عكسونو د تشويش څرګندونه وكړه او پ?? كوه پېما ئې زور رواړو چې جګو سيمو كښ?? دې ماحول دوسته سېلګرۍ ته وده وركړې شي ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد كښ?? د سېل نوو ځايونو ته وده وركولو لپاره تل د خوښۍ څرګندونه كړې۔ اولس مشر د ګلګت بلتستان واكمنو لخوا په لويه شمېره وګړي او غېر ملكي سېلګري راغب كولو لپاره د پېل كړې پروګرامونه او اقدامات د ستائنې وړ