اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ته د پاكستان تر ټ??لو اعلٰي سول ايوارډ نش??ن پاكستان وركړو۔ د قطر امير په درنښت كښې په ايوان صدر كښې يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ د پنجا?? ګورنر چوهدري محمد سرور٬ وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړو او اعلٰي سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ د قطر امير ته د پاكستان او قطر ترمېنځه د ورورولې دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ورك??لو لپاره په هڅو ك??لو تر ټ??لو اعلٰي سول اعزاز نش??ن پاكستان وركړے شو۔ د دې څخه وړاندې چې كله د قطر امير ايوان صدر ته راورسېدو نو اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ده تود هركلې وكړ??۔ په دې موقع په روايتي لباس كښې ملبوس ماشومانو د قطر امير ته ګلدستې وړاندې كړې۔ اولس مشر د قطر امير او د هغه د پلاوي په درنښت كښې د غرمې مېلمستيا هم وكړه۔