اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) اول?? مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان او اسلامي پرمختيائي بانك پخواني شراكتدار دي٬ پاكستان به اسلامي پرمختيائي بانك سره په ګډه كار كوي۔ اول?? مشر دا خبرې د اسلامي پرمختيائي بانك صدر ډاكټر بندر ا??م اېچ حجار سره كړې چا چې اول?? مشر سره د جمعې په ورځ ملاقات كولو۔ اول?? مشر په دې خبره زور رواړو چې اوسنې حكومت هېواد د اقتص??دي چېلنجونو نه اويستلو لپاره معاشي اصلاحات معرفي كوي اوپه دې لړ كښې حكومت مالياتي استحكام ٬ زرغي پاليسۍ ته پام ګر??ول??۔ ده ووئيل حكومت ارزانه كورونه او كوچنې او د مېنځنۍ درجې كاروبار ته هم پام لرنه كوي دغسې چې معاشي پرمختګ سره سره د روزګار موقعې راپېدا شي۔ ده ووئيل د سي پېك وړومبنې پړاٶ بشپړېدو ته نزدې دے اوس مونږ د خاص اقتص??دي زون جوړولو پشمول نورو پړاٶنو ته پاملرنه كوو چې ورسره به د پاكستان د ټرانسپورټ نېټ ورك په اقتص??دي راهدارۍ بدل شي۔ اول?? مشر عارف علوي ووئيل د سرمايه كار?? آزاد نظام او د رامخې ته كېدونكو اقتص??دي موقعو په سوب ګردې نړۍ څخه سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواري۔ اول?? مشر د پوليو خاتمې پروګرام كښې د اسلامي پرمختيائي بانك د ملاتړ ستائنه كولو سره د دا باور څرګند كړو چې اوسنۍ دوه اړخيزه مرسته به سباٶن كښې لا مستحكمه شي