اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) احتساب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر وئيلي دي نېب يوه آزاده او خپلواكه اداره ده۔ حكومت ددې په معاملو كښې لاس وهنه نه كوي۔ دا اداره خپل فرض آزادۍ سره ترسره كوي۔ تېره ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل ??وجوده حكومت د احتساب نعرې سره اقتدار كښې را??لې دې او د قومي ادارو استحكام له كار كوي۔ ده ووئيل ??ېواد كښې د كرپټ كسانو احتساب ليدل غواړو او د پاكستان تحريك انصاف حكومت هېواد كښې د بې پر?? احتساب عمل جاري ساتل غواړي۔ ده ووئيل د قومي معيشت ناوړه حالت باوجود حكومت د ادارو د مطالبو ترمخه دوئي ته ټول ممكنه وسائل وركوي او اوس دا د ادارو ذمه واري ده چې خپل فرض ترسره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د نېب پراسیکیوشن نظام بايد ښه كړې شي۔ ده ووئيل اولس ته معلومه ده چې پاكستان مسلم ليګ نون د عدليه او د دې د پر??كړو ??وم??ه احترام كوي۔