اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې متحده عرب امارات به په پاكستان كښې آئل ريفائنري جوړوي٬ د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې په مهال د آئل ريفائنري په صورت كښې په لويه سرماري كاري خبرو ته حتمي شكل وركړے شوے۔ د اتوار په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ??وئ??ل چې متحده عرب اماراتو د وړاندې د ادئيګې د توازن په مسئله قابو موندلو لپاره پاكستان سره د درې اربه ډالرو مرستې اعلان كړے او پاكستان ته په موخر ادائيګې د تېل وركولو په لړ كښې خبرې روانې دي۔ ده ??وئ??ل چې متحده عرب اماراتو په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ځكه چې د متحده عرب اماراتو مشرتابه پاكستان خپل دوهم كور ګڼي۔ دواړه هېوادونه نزدې د ورورولې اړيكې لري۔ ده ??وئ??ل چې د شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې سره به د ورورولې اړيكې لا قوي شي۔ وفاقي وزير ??وئ??ل چې د وزيراعظم عمران خان په بلكه د ولي عهد په توګه د شېخ محمد بن زېد النهيان دا وړومبې دوره وه۔ د دې څخه وړاندې ده په كال 2007م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ وفاقي وزير ??وئ??ل چې د درې مياشتو په مهال د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه دا دريم رابطه وه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې د اړيكې خاص اهميت په ډاګه كوي۔ د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ??وئ??ل چې د ولي عهد د پاكستان دورې به ډېرې مثبتې نتيجې را??ځي?? د وزيراعظم د يو اے اي دورې په مهال د يو اے اي مشرتابه پاكستان سره د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړے و۔ ده ??وئ??ل چې دواړو هېوادونو د تېل د موخر ادائيګې په معامله خبرې كړې دي۔ د وزيراعظم خاص مرستيا سيد ذوالفقار بخاري ??وئ??ل چې يو اے اي په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار دے۔ په يو اے اي كښې د لكونو په شمېر پاكستانيان كار كوي۔ ده ??وئ??ل چې پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې د يو اے اي په زندانونو كښې د پاكستاني بنديانو په اړه په معامله هم غور شوے۔ ده ??وئ??ل چې ولي عهد ته خواست شوے چې په معمولي جرائمو كښې ككړو پاكستاني بنديانو سره دې نرمي وكړې شي۔ ده ??وئ??ل چې په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د طريقه كار پرېكړ?? وشي۔