اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي د غربت او جه??لت په ضد زمونږ جنګ روان دے ٬ځوانان د پاكستان سفيران دي٬بايد ??وي د پاكستان مثبت تشخص په ډاګه كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي٬پاكستان به ورځ تر بله پرمختګ كوي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ نړيوال سټوډنټس ايكسپو ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔د كورنيو چارو دوهم وزير وو??يل مونږ د ځوانان د اهميت احساس لرو٬په هر يو هېواد كښې ځوانان مهمه اثاثه وي٬په نړۍ كښې 48 فيصده ځوانان دي٬نن نړۍ غربت او بې روزګارۍ سره مخ ده۔ده وو??يل مونږ ته به خپلو ځوانانو ته غوره سباؤن وركول وي هم دا ځوانان به سبا په فېصله سازۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔د افريقې ځوانانو د لوږې او ناانصافۍ مقابله كړی۔ده وو??يل كشميري ځوانانو ته د دوي په پرله پسې هڅو د عقيدت پې??زو??نې وړاندې كوو۔دوهم وزير وو??يل خپل ځان ته لويې جمهوريت ويونكې د بشري حقونو څخه سرغړونې كوي۔نړۍ د كشمير مسئلې ته زيات اهميت نه دې وركړی۔ده وو??يل په كال 1960 كښې پاكستان د ټولو هېوادونو نه زيات پرمختګ كولو خو بيا په كال 1979 كښې زمونږ منطقه جنګ سره مخ شوه او مونږ ته يې زيان راورسېد٬د پاكستان ځوانانو ته به اوس د امن او انسانيت سفيران جوړېدل وي