اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د افغانستان 99مې آزادۍ ورځې پھ موقع د افغانستان دولت او اولس له مباركي وركړې۔وزيراعظم په دې م??ال د پاكستان اولس د اړخه افغان وروڼو او خوئېندو له د زړه د كومې د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔د افغانستان اولس مشر اشرف غني په خپل خط كښې وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چ?? م??نږ لاس په دعا يو چې ستاسو په زيرك او بصيرت لرونكې قيادت كښې به د افغانانو په خپل مشرتابه كښې د امن عمل په ذريعه دا د خوشحالۍ ورځ افغانستان كښې امن او استحكام له د نوي دور پېل وګرځي ۔وزيراعظم ووئيل په افغانستان كښې د څو لسيزو نه راروان تشدد او اړې ګړی چې ورسره منطقه ځپلې شوې٬خاتمې لپاره ټولو هلو ځلو له پاكستان د افغانستان سره په استقامت ولاړ دې۔وزيراعظم په خپل خط كښې وئېلي دي د پوخ امن راوستو او د د??اړ?? هېوادونو اقتصادي پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سازګاره چاپیرچل قيام په لړ كښې م??نږ د افغان حكومت سره د اعلٰی كچ رابطو ته سترګې په لار يو