سرينګر 14 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې د كل جماعتي حري?? كنفرنس چيئرمېن سيد علي ګېلاني د آزادې په ورځ پاكستاني حك??مت او قوم ته مباركي وركړې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې سيد علي ګېلاني په سرينګر كښې په جاري شوي خپل پېغام كښې ووئيل چې د پاكستان په 22 كروړه اولس دا ملي ذمه واري راځي چې په دې مباركه موقع لوظ وكړي چې هغوي به خپل ځان د پاكستان استحكام٬ پرمختګ او ام?? لپاره خپل ځان وقف كړي۔ ده يو قوي پاكستا?? لپاره د خپلو نېكو هيلو څرګندونه وكړه او وې وئيل چې پاكستان د عالم ا??لام يوه قوي قلعه ده او په دې حېثيت نه يوازې پاكستان ته په اسلامي هېوادونو بلكې په نړيواله ټولنه كښې هم د مشرانې كردار ترسره كولو ضرورت دے۔