اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاکستان او ترکیې نزدې او ولوله انګېز لرونكې اړېكې منطقه كښې استحكام ٬ پرمختګ او د سوكالۍ ضامت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ممنون حسېن د ترك وسله وال پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرال هلوسي آکار سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د جمعې په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې وليدل۔ په دې موقع د تركيې سفير احساں مصطفی یوردا ک??ل سره لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې ډېرې ژورې او غېر معمولي دي٬ كومې چې په الفاظو د بيانولو نه دي٬ ده ووئې?? د ??ړيوالو ستونزو په هواري كښې د تركيې كردار ډېر په زړه پورې دے۔ تركيې د مينځني ختيز د بحرانونو او په خاص توګه د كډوالو د مسئلې په ښه ډو?? د ??خنيوي هڅه كړې۔ ده ووېيل ترکیې د كشمير په كشاله ت?? د ??اكستان د سپيځلي دريج تائيد كړے او په دې مونږ د ترك د ورڼو مننه كوٶ۔ ده ووئي?? د ??طبي قبرص به معامله د تركيې دريځ سپېځلې دے او پاكستان ئې غېر مشروط تائيد كوي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د ترهګرۍ د هر صورت او په دواړو هېوادونو كښې د عدم استحكام پېدا كوٶنكو قواو په سختۍ سره غندنه كوي۔ اولس مشر د تركيې خپل همڅنګ رجب طیب اردوان د جراتي قیادت ستائنه كولو سره ووئيل ھغه د اسلامي نړۍ جراتي لارښود دے څوك چې اسلامي نړۍ ته د پېښوچېلنجونو او مسئلو سم او سپېځلې درېځ خپلوي چې ورسره د مسئلو هواري له مر??ته ترلاسه ش??ې۔ ده د ترك وسله وال پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرال هلوسي آکار ته ووئيل چې زما نېك خواهشات د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته ورس??ې۔ د ترك وسله وال پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرال هلوسي آکار په تود هركلي كولو د اولس مشر مننه وكړه او وئ وئيل پاكستان په هر سخت وخت كښې د تركيې ملګرتيا كړې او په دې د ترك د پاكستاني اولس مننه كوي