اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال وئيلي دي د مېرمنو بشپړ كردار نه غېر يو هېواد پرمختګ نشي كولې ٬ اسلام آباد پوليس كښې دې د مېرمنو شميره زياتولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي٬ مېرمنې ??ېس اېچ او دې وټاكلې شي ٬ د اسلام آباد پوليس خپل روغتون جوړولو لپاره 2 اربه روپۍ بېلې كړې شوې ٬ پوليس دې د محكومانو او بې وسو طاقت جوړ شي٬ ښځينه اهلكارو ته دې ښه چاپيريال وركړې شي۔ داخله وزير احسن اقبال دا خبرې پوليس لائنز كښې د ښځينه پوليس دربار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د ښځينه پوليس اهلكارو پحقله د ګمنامه ګيلو سمې يا بې بنسټه كېدو نه پرته زه دا ضروري ګڼم چې خپله ??وي سره ملاقات وكړم او ځكه ما د لندن نه د پوليس آئي جي ته امر كړې ٶ چې مېرمنې اهلكارې راغونډه كړه۔ داخله وزير ووئيل مېرمنې د پاكستان د آبادۍ 52 فيصده برخه دي او د ??وي د پرمختګ په دې عمل كښې د شاملولو نه غېر هېواد پرمختګ نه شي كولې ٬ د تعلیمي مېدان پشمول په هره څانګه كښې مېرمنو كاميابۍ ترلاسه كړې ٬ هر پوهنتون كښې تردې چې زما په سيمه پوهنتون كښې هم 80 فيصده انجونه زده كړه كوي٬ ده ووئيل مېرمنې اوس په بېلا بېلو څانګو كښې مخ په وړاندې روانې دي تر دې چې د امنيت په څانګه كښې كومه چې يوازې تر ځوانانو محدود وه هلته هم مېرمنې تر نظره كېږي ځ??ه چې اوس پخواني تصورات بدل شوې ٬ دا د كميونټي پوليسنګ دور دے چې پكښې مېرمنو له موقعې د ځوانانو برابر دي۔ داخله وزير امر وكړو چې د مېرمنو شمېره دوه چنده كړې او ??وي شمېره ده د ځوانانو لس فيصده كړې۔ داخله و??یر ووئيل د مېرمنو تنګولو چې كومې ګيلي رامخې ته شوې د ھغې د سمي يا بې بنسټه كېدو نه پرته دا يوه حساس مسئله ده بايد ??وي ته مثالي او د كور غوندې چاپېريال وركړې شي او ??وي ته په پولیس فورس كښې د كورنۍ يا د لور خور حېثيت وركول پكار دي۔ ده ووئيل ښځينه پوليس ته به دا ډول ماحول وركوٶ چې پكښې ھغوي د كوم فشار يو يرې نه غېر په آزادۍ سره كار وكړي او د اسلام آباد پوليس به د هېواد نور پوليس لپاره مثالي جوړوٶ۔ ده ووئيل اووه ماډل پوليس تهاڼې جوړې كړې شوي او نورې 7 به هم جوړولې شي او ټولو تهاڼو ته به جديدې آسانۍ وركولې شي خو پوليس له به خپله رويه او كردار هم مثالي جوړول وي۔ د دې نه وړاندې د اسلام اباد پوليس مشر ووئيل د داخله وزير راتګ سره په خاص توګه د مېرمنو حوصلې جګې شوې ٬ ده ووئيل اسلام آباد كښې 289 ښځينه پوليس اهلكار كار كوي او په ټولو ډويژنونو كښې وظيفه ترسره كوي چې كښې 47 مېرمنې د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې كار كوي۔ په دې موقع داخله وزير د ښځينه پوليس اهلكارو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل او ??وي لپاره د كواټرو او د جلا بېركس جورولو سره دوه ورځې وړاندې په پېښه كښې د حق رسېدلې مېرمن خور ته د نوكرۍ وركولو اعلان هم وكړو۔ په دې موقع ښځينه پوليس اهلكارو د غوښتنو په منظورۍ د وفاقي وزير مننه وكړه۔