اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار جنرل(ر)ناصر جنجوعه وئېلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ??ښې بې شمېره قربانۍ وركولو سر?? كاميابي ترلاسه كړی٬په پاكستان د دوه مخيزتوب تور لګولو په ځاې نړيوالې ورورولۍ له د هغوي د قربانو اعتراف كول پكار دي٬پاكستان٬ د افغانستان د سالميت او سيمه ايزې خپلواكۍ احترام كول پكار دي٬ د سوويت يونين خاتمې نه وروستو امريكې او نړيوالې ادارې د وروستو حالاتو مخ نيوي لپاره مونږ يوازې پرېښودي وو ٬ مونږ د فاټا پشمول هر ځاې ??ښې مقابله كړې٬ په پاك افغان پوله تر ټولو پورته ځاې 24 زره فټه دے۔د نړۍ په دې سخته سيمه ??ښې نړيواله ورورولي دې راشي او جګړه دې وكړي۔هغوي د شورو په ورځ د نېكټا د سيوري لاندې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كنفرنس ته خطاب كولو۔لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه ووئېل امريكا په مونږ د طالبانو د ملاتړ او طالبان په مونږ د امريكې د ملاتړ تور لګوي۔ده د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ووئيل كه چر?? پاكستان د امريكې اتحادي نه جوړیدو نو نن به افغانستان آزاد وې ؟۔كه چرې سوويت يونين قائم ؤ نو د برلن ديوال به غورځېدلې ؤ ٬آيا نن به 14 هېوادونه آزادي ترلاسه كړی وه يا امريكا به د سوويت يونين په موجودګۍ ??ښې سپر پاور جوړ شوې ؤ ۔۔ده ووئيل مونږ په پاك افغان پوله عسكر تعينات كړي٬د پاكستان او افغانستان ترمينځه 2611 كلوميټره اوږده پوله لرو كومه چې په دشوار ګزار سيمو مشتمله ده٬ ده ووئېل د نړۍ په دې دشوار ترينه سيمه ??ښې دې نړيواله ورورولي راشي او جګړه دې وكړي۔ده ووئيل په دې ??ښې هېڅ شك نشته چ?? پاكستان په اخلاقي توګه په اعلې درجه فائز دے٬ د ترهه ګرو پاكستان سره هېڅ تعلق نشته٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ??ښې د پاكستان په زرګونو وګړو٬افسران او ځوانان شهيدان شوي٬ ده ووئېل د بې پناه قربانيو باوجود پھ مونږ د دوه مخيزې تور لګولې شي ٬ د اے اېن پي افراسياب خټك ووئيل0 د تېرو لسو كلونو په مهال د ترهه ګرۍ پھ زرګونو پیښې شوي٬ د اے اېن پي پھ مشرتابه او پھ ما هم ځانمرګي بريدونه شوي خو د نن پاكستان د وړاندې څخه زيات محفوظ او مستحكم دې٬ پھ دې ??ښې حكومت٬وسله وال ځواكونه٬قانون نافذ كونكو ادارو٬امنيتي ځواكونو هڅې شاملې دي۔ده ووئيل په تېر حكومت ??ښې چې كله د اے اېن پي په صوبه ??ښې اتحادي حكومت ؤ نو پھ سوات ??ښې د ترهه ګرو په ضد كامياب ع??لي??ت وشو او په سوات ??ښې هم د پاكستان بېرغ هسك كړے شو ۔ده ووئيل د پرائيوېټ جهاد كوم حقيقت نه وې٬ رياست د جهاد اعلان كولې شي۔