اسلام آباد ۔ 03 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو ??فا??ي و??ير احسن اقبال وئيلي دي د سېنېټ ټاكنې په سوليز ډول روانې دي۔ د پاكستان جمهوري نظام مستحكم شو??۔ د پاكستان شعور بلوغت ته رسېدلې۔ د ناكامه سياستمدارو لخوا ماضي كښې د كېدونكو وارداتو اوس ګنجائش نشته۔ اوس به پائيدار او پخته جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتلل وي۔ ده د خالي په ورځ پارلېمنټ ھاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ ??فا??ي و??ير ووئيل مسلم ليګ (ن) د سازش ترمخه د ګوند ټكټ څخه محرومه كړې شو?? ??فا??ی وزیر ووئيل پاكستان سترو چېلنجونو سره مخ دے۔ د ادارو ترمينځھ كومه محاذ آرائي زغملې نه شي۔ هرې ادارې له به د خپل حد دننه پاتې كېدو سره نورو سره يو شان قدم پورته كولو سره تلل وي۔ ??فا??ی وزیر ووئيل نن د مسلم ليګ نون كانديدان آزاد كانديدان جوړ كړې شوي دغسې چې د مسلم ليګ نون صف ماتې كړې شي۔ ولې د مسلم ليګ (ن) د نهال هاشمي په چوكۍ د مسلم ليګ (ن) كانديد كامياب شو?? او نن به هم د مسلم ليګ آزاد كانديدان كاميابي ترلاسه كوي كوم به چې مسلم ليګ (ن) كښې شاملېږي۔ ??فا??ی وزیر ووئيل مونږ د پاكستان جمهوري نظام مضبوطيا او استحكام غواړو۔ مسلم لیګ (ن) جنګ جھګړا نه خوښوي۔ ریاستی ادارو سره په ګډه به د آئين په رڼا كښې د هېواد پرمختګ او استحكام جاري ساتو دغسې چې هېواد كښې روانه سي پېك منصوبه كاميابه شي۔ پاكستان كښې لوئې بدلون رامخې ته شو??۔ اوس به دا پرېكړه د هېواد 20 كروړه اولس له كول وي۔ ??فا??ي و??ير ووئيل راروانو ټول ټاكنو كښې به كاميابي مسلم ليګ (ن) ترلاسه كوي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د هارس ټرېډنګ مخالفت كړې كه ددې برخه جوړ شو?? وې نو په بلوچستان كښې چې كومه لوبه وشوه هغه به ئې خپل منطقي انجام ته رسولې وې ولې مونږ اصولي پرېكړه وكړه۔ جمهوري كلتور كښې دې وائرس ختم كړې شي څوك چې هارس ټرېډنګ كوي په ډاګه كولې به شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??فا??ي و??ير ووئيل اولس په بېلو صوبو د شوي پرمختګ په خپله موازنه كولې شي۔ هغوي به خپله پرېكړه وكړې شي چې كومه صوبه داسې ده چرته چې ترقي شو??۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اولس د عمران خان منفي سياست مسترد كړې او مسلم ليګ (ن) به راتلونكو ټاكنو كښې د خپلې كاركردګۍ په بنياد كاميابي ترلاسه كړي۔