اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د ول??دت ورځې په موقع د قائد په مزار د ګاډرز د بدلون دستوره وشوه چې پكښې د پاكستان ملټري اكېډمې كاكول كمانډنټ مېجر جنرال اختر نواز ستي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې موقع خاص مېلمه د پرېډ معائنه وكړه٬ د قائد په مزار ئې ګلونه وغوړول او فاتحه ئې ولوست??ه۔ ده د مېلمن?? په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔ د دستورې په مهال د پاكستان ملټري اكېډمې كاكول كېډټس د ګا??ډز فرائض سنبال كړل٬ د دې څخه وړاندې د ګارډ فرائض د پاك فضائيه كېډټس سره وو۔ په دستوره كښې اعلٰي عسكري٬ سول٬ سياسي٬ سماجي شخصياتو او خلق?? په لويه شمېره ګډون وكړو۔