اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وز??ر احسن اقبال وئيلي دې ګوادر به د سنګاپور او هانګ كانګ په ډول پورټ سټي جوړولې شي۔ ګوادر كښې به د برېښنا او اوبو په مسئله ډېر زر قابو وموندلې شي۔ په وفاقي بجټ كښې د ګوادر 50 زلمو ته د هېواد بېلو پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كولو له بجټ اېښودې شوې۔ دغسې 50 ځوانان به د چين ژبه زده كولو له چين ته لېږلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ ګوادر پورټ كښې د اېسټ بے اېكسپرېس وے آف ګوادر پورټ بنياد اېښودو په مهال دستورې ته وكړه۔ دا 6 لارې سړك او رېلوے ټرېك به ګوادر مكران كوسټل هائي وے سره وتړي۔ وز??راعظم شاهد خاقان عباسي دستوره كښې خاص مېلمه وو۔ په دې مهال د پورټ اېنډ شپنګ وفاقي وز??ر مير حاصل بزنجو ٬ وفاقي وز??ر عبد القادر ٬ د بلوچستان اعلی وز??ر او ګورنر٬ د چين سفير٬ پورټ چارواكي او د سيمې مشران لويه شمېره كښې موجود وو۔ وفاقي وز??ر احسن اقبال ووئيل سي پېك سره به د ګوادر په شمول ټول هېواد كښې خوشحالي راشي او ځائي وګړو ته به روزګار ترلاسه شي۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې چې كله پخواني وز??راعظم نواز شريف د چين دورې په مهال سي پېك منصوبه لاس ليك كړه نو دا دغه مهال د كاغذ يو پرزه وه ولې د دواړو حكومتونو د كلك عزم او هڅو په سوب دا يو حقيقت شو۔ ده ووئيل چين د پاكستان مخلص ملګرے او چين د پاكستان په يو داسې وخت كښې ملګرتيا وكړه كله چې كوم هېواد د پاكستان ملګرتيا كولو ته تيار نه ؤ۔ ده ووئيل پايد مو??ږ د كال 2013 پاكستان هېر نه كړو۔ 20 څخه تر 22 ساعتو لوډشېډنګ به كېدلو ۔ ٬ ده ووئېل د امن وضعه ناوړه وه۔ ولې نن ځائي اولس د ګوادر پرمختګ څخه مطمئن دے۔ ده ووئيل نن په سي پېك ټول مش??تا??ه او صوبې يو مو??ي دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت ګوادر كښې پوهنتون جوړولو له يو ارب روپۍ بېلې كړې ۔ دستورې ته د چين سفير هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې هغه ووئيل پاكستان او چين ??زدې ملګري هېوادونه دي او دا ملګرتيا به ټول عمري په ځائې ??اتلې شي۔ ده ووئيل ګوادر پورټ به پاكستان ټولې نړۍ سره وتړي