اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) پاکستان د بشري خواخوږۍ په بنياد كلبهوشن ي??ديو سره د ھغه د كورودانۍ د ملاقات كولو وړاندېز كړې٬ پاكستان په دې لړ كښې د وړاندېز چيټۍ په اسلام آباد كښې د هند هائي كمېسون ته لېږلې٬ د كلبهوشن ي??دويو كورودانه به پاكستان ته رابللو سره ملاقات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د پاكستان حكومت هند ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د كلبهوشن ي??ديو د كورودانې د ملاقات كولو د باضابطه ملاقات وړاندېز كړې دے۔ د هند د بحريه حاضر سروس كمانډر او د “را” اېجنټ كلبهوشن ي??ديو په درېم مارچ كال 2016 كښې پاكستان ته په غېر ??ان??ني توګه په داخلېدو نيولې شوې ٶ۔ د دې نه پس ياد شوي هندي اېجنټ د مجسټ??ېټ په وړاندې “را” لپاره د جاسوسۍ كولو او پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او په تخريبي كاروائيو د ككړ كېدو اعتراف كړې ٶ