لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټې چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې ?? پاكستان پوځ دبنګ او پارلمان فعاله دے٬ د سول او عسكري مشرانو ترمېنځه مكمل همغږي موجود ده٬ ?? پاكستان پوځ د ختيز او لوېديز محاذ پشمول د هېواد دننه د ترهګرې په ضد په مړانه مقابله كوي٬ د سرلښكر قمر جاوېد باجوه لخوا د افغانستان او د اېران دوره خوش بينه ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د كمېټې نورو غړو سره يو ځائ په ننكانه صاحب كښې د كېپټن حسنېن نواز شهيد استوګنې ته د تللو نه پس د هغه په قبر د ګلونو غوړولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د برتانيې د دارالامرا غړے لارډ نذير٬ سناتور م??ر كبير٬ سناتور محمد جاوېد عباسي٬ سناتور محمد اعظم خان سواتي او د قومي اسبملې غړې شذره منصب پشمول ځائي استازي هم موجود وو۔ مشاهد حسېن سيد ووئيل چې د كېپټن حسنېن نواز شهيد د شهادت په وخت په غونډه ك??ې پرېكړه شوې وه چې كمېټي به په خپله ننكانه صاحب كښې د هغه كورنۍ سره غمرازي كوي۔ ده ووئيل چې كېپټن حسنېن د كاناډائي وګړو بچ كولو په وخت خپل ځان بچ كولې شو خو د خپل ځان پروا ئې ونه ك??ه او خپله وظيفه ئې ترسره ك??ه٬ هغه د وسله والو ځواكونو وياړ دے?? د ??ې څخه وړاندې د كمېټې غړي د حسنېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل او د هغه پلار محمد نواز سره ئې غمرازي وكړه?? د ??ې نه پس كمېټې د ګوردواره جنم استهان دوره وكړه چرته چې سكھـ مشرانو د دوي تود هركلې وكړو۔