اسلام آباد ۔ 08 اکتوبر(اے پی پی ) دسېنېټ چيئرمېن مياں رضا رباني وئيلي چې پارلمان د 1973 آئین ترمخه يا ددې د لارې د كا?? كوؤنكو ټولو ادارو محور دے۔ پارلمان هغه ستره لاره ده كومه چې د اول?? سره سره صوبې وفاق سره او يوه اداره بلې سره تړي۔ د ګورننس د 1973 آئین ترمخه د پارلمان نه غېر تصور هم كېدې نه شي۔ د?? ځائې څخه د جاري شوي پرېس ريليز ترمخه ده ددې خيالاتو څرګندونه په ګورنمنټ پیر الهٰی بخش کالج دادو كښې د پیر الهٰی بخش په ياد كښې راجوړې كړې شوې دستوره كښې طالبعلمانو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پارلېمنټ مرکزیت د 1973په آئين كښی په ښكاره ډول موجود دے ولې چې ټول قانونونه او نورې آئينې چارې د پارلمان د لارې پايې ته رسي۔ میاں رضاربانی ووئيل نن هېواد داخلي او خارجي خطرو سره مخ دے۔ زمونږ قانون نافذ كوؤنكې ادارې د ترهګرۍ ختمولو له د غېر رياستي عناصرو په ضد عمليات كوي۔ پارلمان له به اولس يو موټي كولو او د ټولو ادارو د آئين ترمخه چارې پايې ته رسول باوري كولو له خپل تاريخي كردار ترسره كول وي۔ پارلمان له به د هېواد خپلواكۍ ته پېښې خطرې نظر كښې نيولو سره د پاكستان غږ او پېژندګلو جوړېدل وي۔ دستورې ته پخواني اعلی وزير سيد قائم علي شاه او نورو تقري?? كوؤنكو هم خطاب وكړو۔